...

فرید باراني

غزل

ښایي موسی په کوه طور کې ګرځي

نن مې یو څوک په لا شعور کې ګرځي

زما سر ګردانحالت دې نړۍ کې

ګرمه لمبه ده په تنور کې ګرځي

له زړه مې نی د مولانا جوړ شوی

د چا لاسونه په سنتور کې ګرځي

تیارې به ځان سره څه فکر کوي

وړې بڅرې چې په نور کې ګرځي

ښه راته وګوره او ښه وژاړه

تللي یادونه په انځور کې ګرځي