...

فرید باراني

غزل

زه یې تر شا پلی اندېښنې مې له ما وړاندې اوس

دا رټلی عشق به نور څه چارې په ما کاندي اوس

هغه د ماشوم سپېڅلی زړه راپاتې نه دی اوس

سپي مې د وجدان په ګناهونو باندې خاندي اوس

پرېږده یو اه سره مې خپل ټول دردونه وباسم

هغه د سفر د درد کیسې دې په ما باندې

ولې راته وایې چې خپل لاس له سترګو لرې کړم

نور خو لېونتوبه زمانه راپورې خاندي اوس