فرید باراني
غزل
اوس چې میین شوی بې قراره زړه
مه ازاروه د خدای د پاره زړه
څومره چې بربنډه شوې، خوره شولې
هومره مې راټول شو له خماره زړه
نور مې لېونتوب سره کیسې کوه
ما باندې تاون شو له قراره زړه
ځمه د هرات تر زیارتو پورې
نور مې درنه وړمه ننګرهاره زړه
نن یې راته دېرش ساعته وژړل
ووایه مصروف دی که بې کاره زړه؟
پرق به یې انسان ته زړه چاودلی وای
شکر دی چې نه لري هېنداره زړه
کلي نه مې سم سهي راوړی و
اوس یې نیم کله وړمه له ښاره زړه
څوک به یې لا ستا له غېږې راولي
زما د سړو اوښکو تر تکراره زړه