...

فرید باراني

غزل

ستړی شوی انتظار مې په بدن کې

را لوېدلی دی یو ډار مې په بدن کې

ګرمه ګرمه مې پوښتۍ ده له پوچوالي

رانه ورک دی هغه یار مې په بدن کې

چې ته ووینم نو ژر مې ځان مصروف کړم

دومره نشته اعتبار مې په بدن کې

ستا خبرو مې په مخ خولې رهي کړې

که مزور دی، کوي کار مې په بدن کې

هم یې روح هم یې وجود راته شل کړی

پیدا شوی یو ښامار مې په بدن کې

ډلې ډلې اندېښنې ورته رادرومي

سم جوړ شوی یو مزار مې په بدن کې

۱۷/ ۴/ ۱۳۹۱ - جلال اباد