...

فرید باراني

غزل

څه چې دې په زړه کې وي، هماغه راته ووایه

هر څه د رټلي زړه له داغه راته ووایه

هر څه او هر څوک په خپل باطن کې یو دښمن لري

چا درنه تنه پرې کړله باغه، راته ووايه

ښار دې په ما څنګه د دوزخ په اور راوپوښته

هاغه شېبه ه هېروه هاغه راته ووایه

شپه که د سکون په زېږولو کې عقیمه وي

ماته به بیا څه وایې څرغه راته ووایه

بیا مې ګډ د بل د خیال وفن په کروندو نه کړې

خیر دی له خپل فکر او دماغه راته ووایه