فرید باراني
ستا څانګې څانګې وجود
ستا څانګې څانګې وجود
زما د ژوند په زنګ وهلو ایینو کې وایه څنګه ښکاري؟
لږه مې مخ ته کېنه
چې درته وګورمه
او د خپل ژوند د کتابونو پاڼې پاڼې اعجاز
ستا د وجود له څانګو څانګو ټول کړم
لږه مې مخ ته کېنه
د ژوند خیالونه مې په تا تکیه دي
زما په غوږ کې کاېناتو دي دروغ ویلي
مرګ،بیا ژوندون، او قیامت مې ته یې
۱۲-/ سنبله/ ۱۳۹۳ - هرات