فرید باراني
خام حسرتونه
خام حسرتونه مې لویېږي راته
او اندېښنې مې پخېدو ته رسي
غم مې بچي زېږوي
او زه د خپلې ناهیلۍ په بستره څملم
او اوس د مطلقې تنهایۍ مانا کتلی شمه
اوس په دې ښه پوهېږم
«چې غرونه ولې له ډبرو جوړ دي
او د انسان زړګی له تورو غوښو »
اوس په دې ښه پوهېږم
« چې خدای زما غربت ته اوښکې ژاړي »
اوس په دې ښه پوهېږم
« چې نورمې خدای قرارولی نه شي
د دې اوږدې نوستالوژۍ مزل کې »
15- nov - 2013