فرید باراني
خاطره
کله د پاڼې په څېر
د ژوند له ونې ځینې ورژېږې
او کله کله دې د روح په پوست کې
د کاېناتو ستوماني ختمه شي
ته ځان ته ګورې او د خپلو ستړيو شوو پښو
لاندې دانه دانه شې...
په ګڼه ګوڼه کې تنها غوندې شې
او دالفت د تفاوت او بې رخۍ جبر دې
د سګرېټ دود شي، له سینې نه ووځي..
یوازیتوب دې وخوري
او ته په خپلو خاطراتو کې یو څه ور زیات کړې :
«د دې سفر نوستالوژي زموږ په مرګ ختمېږي»
کابل - 1- dec- 2013