فرید باراني
ته چې راتلې
ته چې راتلې
مازدیګرونو د افق غاړې ته
د ستومانۍ له رنګه هار د بېوسۍ جوړاوه
د لمر په سر تبه وه
او ډاکترانو یې له ژونده تمه نه درلوده...
سپوږمۍ د غم تازه بدلې بلې
او راڼه ستوري د فضا په تکه توره ایینه کې په لامبلو بوخت وو
مخکې له دې چې ته راورسېږې
شپه خپلو ټولو ناهیلیو سره ویښه شوله
ایله مو خپل د ګرېوانونو قسمت وپېژانده...