فرید باراني
وېره
یو د وحشت او هیولا غوندې جر
تیاره د قبر له جنسه
لاره اوږده
زه او له ویرې نه خپل شاته کاته
ته وایو څوک راپسې منډې وهي
ته وا تر شا مې څو پیریان کېناستل...
له یوې څاه یو څو سپین ږیري جګ شول
سپینې جامې په لمانځه ودرېدل
تر رسېدو مې له دیدو پناه شول
ژبه مې وپړسېده
ژبه مې ګونګه شوله...
آس مې له وېرې په خولو کې ډوب شو
او زما د لاس قمچینه
تاوه راتاوه شوه
په لومړي ځل راسره وغږېده