فرید باراني
یو څو تڼاکې خاطرې
د غره د اوښکو د لوېدلو کرښې باد پټې کړې
خوب یې د ښار په ګڼه ګوڼو کې تشویش تر خپلو پښولاندې کړ
نن د سهار له پیله
مخکې له دې چې باغ ته وخوځېږم
او خپل د ژوند د ویر نیولو افسانو په یاد کې
یو څو تڼاکې خاطرې
د باغ ویاله کې د هېندارو په مخ وکرمه
یاد دې له سره تم کړم
سګریټ مې بېرته په قوطي کې کېښود
نن ستا د یاد په بستره څملم، باغ ته نه ځم
پرېږده چې باغ نن شپه
درڼو ستورو نه خبرې واخلي
پرېږده چې باغ مې له کیسې خبر شي
پرېږده یو مرګ مې په هډو کې ویښ شي
پرېږده کارغان مې عیادت ته راشي
۱۳۹۲-۴-۲۲-هرات