فرید باراني
د ایراني شاعر ګروس عبدالملکیان پر ځمکه
له طبیعت نه لرې
له کلي لرې، له سپرلو لرې یم
یعنې چې زړه مې بهانې لټوي...
د ښار د دنګو ودانیو مصنوعي ښکلا مې زړه نیولی
زه دوباره د ښار نه کلي ته درتللی نشم
او ته له کلي ښار ته
هلته د زده کړې محلونه نشته
او دلته د تور اوربل لپاره سره د پسرلي ګلونه
نه تا د کوم شاعر د قول خلاف
یوځل د ښار په اړه فکر وکړ
د تفاهم د دې اوږده مزل د پله
د رغېدلو کومه هڅه وکړه...
همدا لامل دی چې د دې نړۍ زرګونه
د یو او بل غېږې ته نه رسېږي
کلید راډیو ننګرهار