...

فرید باراني

د پرتو نادري د یوه شعر ژباړه

زه د ظلمت د خنداګانو آواز

د دې ړندو کوڅو له ستوني اورم

یوه زخمي حنجره

بدبختي پېژنمه

د تنهایي مرګونې ساه اخلمه

بدبختي زما د وجود

د هر یو رګ په منځ کې لاره کړې

بدبختي زما سره یو ځای پیدا شوه

او لا تلپاتې غوندې لاره وهي

بدبختي زما بوټونه واغوستل

بدبختي

زما په پښو لاره وهي

بدبختي زما سره شطرنج کوي

خو لا تر اوسه یو ځل هم ونشو

چې ورته ووایم( کشت)

بدبختي زما د کور دننه کې ده

بدبختي زما واړه ماشوم سره ساعت تېروي

په لوبو لوبو ترې ډوډۍ غلا کوي

بدبختۍ خپلې ړندې سترګې

زما وجود ته هدیه راکړې

او زه نړۍ دبدبختي په ړندو سترګو وینم

بدبختي خپل شعرونه زما له حنجرې نه اوري

او بیا په پای کې لیکي چې:

پرتو نادري! د راتګ زېری