...

فرید باراني

د سید علي صالحي د یوه شعر ژباړه

پوهېږم

یو زخمي باد

په ډېر یوه بد حالت کې

د یوې تندې له خوا ګام اخلي

له دې ټولو سره سره

زه اوس هم د هغې پیالې اوبو ته امیدوار یم

چې یوه شپه یو ناشنا غریب د کړکۍ څنګ ته کېښوده او لاړ

موږ هغه شپه د کومې لارې ځنې کور ته راغلو

نه ته پوهېږې او نه هغه مور چې د ژړا د دروازې مخې ته ناسته وله

موږه بیا راغلو

ووایې که ونه وایې

نه یو اتفاق، نه یوه علاقه، نه خبرې چې مسافري یعنې!

بس خپل خالي کوزې مو

د رود راغلو تږو خلکو ته وروښودلې

خیرن، کبود او ستړي کېناستلو

د خپل زړو کفشو بندونه مو په لاس پرانیستل

او وروسته ته به وایې

یو چا زموږ په منځ کې څه وویل:

زموږ لپاره د رود لار لرې ده