فرید باراني
مرګ
پاس د عرش پر څلو
د یوه خدای د اندېښنو سیوری دی
چې په ازل کې یې له ژوند سره جګړه کړې وه
مرګ، زما د مغز د تک تور کندو
د ادراکاتو د بېدیا نښه ده
مرګ د سکون نېستي ده
مرګ د کیهان ستړیا ده
مرګ د بڅرو د هستې لوږه ده
مرګ د ډبرو ګډېدل دي د هوا پر اوږو
مرګ د خدای اوښکه د نېستۍ پر ګریوان
مرګ د آدم وېره ده
مرګ دې نړۍ ته د وروستي خدای پاماني موسکا ده
مرګ د هغه په زړه کې زما د ډوبېدو انځور دی.