فرید باراني
چې غږ دې پرېنټ کړم
خوږې خبرې دې مثال نه لري
په ما کې زما د دوزخي اجتناب
په تقدس باندې پرېولې د تقوا سندرې نه ویښوي
لږ په ساده ژبه به ووایمه
زما د ژوند د بلا کیفه عاطفې سره دې څه تړاو دی؟
چې زه دې ټول عمر د تورو سترګو زار په زړه کې ساتلی نشم
کاشکې زما زمانې
داسې بیساری استعداد درلوده
چې غږ دې پردې پرېنټ کړم
او د ښار په دیوالونو باندې یې وځړوم
چې هر انسان یې واوري
چې هر موجود یې د سجدې لایق شي
یو درست عالم ته دې وروپېژنم
او په تا وویاړمه
سره د ټولو ناهیلیو سره
سر په ګریوان ښخ کړم
چې زه له ټولو انسانانو نه نېکمرغه یمه!
۲۸مرغومی ۱۳۹۳