فرید باراني
درېیم جهان
د بهرنیو ښامارانو کور دی
د یوې ډلې سرې چړې په لاس کې
خپلې زموږ په وینو باندې وازمایي
بیا مو د ټولو رسنیو مخ ته
له بمبار شوو جسدونو نه بښنه غواړي
له حوصلې مو د اېمان نري تارونه سپخي
او احساساتو ته مو سر ټیټوي
او بله ډله د دوستۍ او خواخوږۍ په بانه
وړو نجونو ته ښوونځي جوړوي
خپاره ناروین ته د قحطۍ د کال سندره وایي
له بغل جیب نه ږیرور پټکي لرونکي طالبان راباسي
او عایشې ته د وړو له جنسه پوزه د عزت نښلوي
درېیم جهان، د بهرنیو ښامارانو کور دی
او موږ د خپلې خاموشۍ او خپل قهر په نیمۍ لاره کې
د دېرش کلن ښه راغلاست
وچ او خنثی ژڼي یو
۱۲ـ ۱ـ ۱۳۹۲ ننګرهار