فرید باراني
ته به ما نه پېژنې
ته به مانه پېژنې
اصلا و ما ته ضرورت نه لرې
څنګه چې ما تمامه ورځ
د قهوې تود ګیلاس په لاس
دفتر ته شا کړې ده
سره له دې چې په دفتر کې ناست یم
غاړه په غاړه
سپېرې شونډې مې
له ورکو خنداګانو ډکې
لاس دې زما په لاس کې
تر یوه ورک بې نهایته پورې ځم درسره
او رایادېږي د فزیک هغه غلط قانون
چې په مکتب کې به ښوونکي ویل:
( په یوې ټاکلې زمانې مقطع کې
د دې امکان نشته
چې یو موجود دې
دوو جلا ځایو کې واوسېږي)
ننګرهار۳۰ـ ۱۰ـ۱۳۹۳