فرید باراني
تاته درګورم
له خپل لا یتناهي حضور نه
د موازي نړیو کرښې کاږم
یوې نړۍ کې دې له ډېره غمه
د کاېناتو د سکوت په هدیرې بدلېږم
بلې نړۍ کې د ې تر څنګ کېنمه
له تورو زلفو نه دې تکې تورې شپې بېلوم
او درته لیکم : هدیره نه شولم
ځم له درنو تیږو د ماتو ایینو د زړه پوښته کوم.
۱۳۹۳/ ۳/ - ۱۷/کابل