...

فرید باراني

عقیده

ستا د تاثیر نامرئي سیوری و چې

په دومره لنډ وخت کې مې

څېره در واوښتله

زه ست په څير اوته زما غوندې شوې

له یو او بل ځینې مو رنګ واخیسته

خندا، ژړا، درد واویلا یوه شوه

د ژمي تورو شپو کې

د کاېناتو د بېلتون سړه غوغا یوه شوه

او شباهت مو په مابین کې ورک شو

اوس چې مې ته ملګرې خدای دښمن کړ

اوس چې بې دینه شومه

اوس چې مې ستا وجود کې خپله عقیده ورکه کړه

اوس راته وایې چې له کفر ځينې لاس واخلم!

اوس راته وایې، چې ډاروین مه منه!