...

فرید باراني

نېستي

زما د نېستۍ په کور کې

یوه هستي ځلېږي

چې د سپوږمۍ سره په کلکه سیالي منځ ته راوړي

د نور په ګوتو قدمونه وهي

ګور د ځوانۍ ورانوي

ما هم د عقل په بوخڅه کې

د خپل زړه وینې تخیل ته کتل

او د هغې شپې په تمه

مې د یو عمر انتظار وباسه

خو د پیوند کلي مې وروسته له دې

چې امېدونه خپل کړم

د پرديتوب په غېږ کې پاتې شوله

د کور هستي مې هم چا ونه لیده

ما یې د وره په خلا صولو

د هیلو شپې کتلې

خو درېغه درېغه چې دېوال مې هم له ځانه، نه و

هغه کلي هم قلف کې ماته شوله

۲۵/ ۸/ ۱۳۸۵- مرغاب