...

فرید باراني

زه که تصویر وای

زه که تصویر وای

په بازار په بازاري خرڅېدم

خدای دي غم مه راوینه

که مې وحال ته سترګې ورڼوې

یمه بې وره خونه

چې انتظار ته مې شېبې د انتظار ماتوي

ورک دې شي دا دعاشقۍ دودونه

چې له یتیمې اوښکې

قاتل خپل قتل اخلي

خو غاړه هسې په چړې هم پرې کولای نشي

ګوره زما په روی په ووینې قحطي د عمر

خو دود به ستا نه، شي شروع

مزل به پښې ماتې کړي

خلک به ستا د سوچ نه زده کړي سرابي خیالونه

او زما کتاب به سوک په میاشتو خلاصولای نشي

۳/ ۷/ ۱۳۸۵ - هرات