

کامګار خټک
چې
خبر شوم ياره ستا د عشق په راز
له جهانه چشم پوش شوم لکه باز
نيار
به زه کوم چې تا وته عاجز يم
ته کړه ناز چې لياقت لرې د ناز
ميني
تاو ته بنده زر خريده کړم
لکه ځان محمود بنده کړ د اياز
ستا
له ميني مې عالم واړه جار باسي
ولې نه لګي په ما د دوی اواز
چې
هميش له ما نه بد وايي وتاته
ژبه بند شه په ژوندونې د غماز
په
فلک کې نمر ځان ډوب کا په کوه کې
که احوال د زړه کامګار کاندي اغاز