...

عبدالحمید مومند

شه مې سوز لکه د شمعې دل افروز

په ژړا مې ځکه نه ځي د زړه سوز

زه له غمه چینګه خوله ژړا فریاد کړم

نا خبر مې په خندا ګڼي هنوز

عشق د بورې د بدنامې کار را وکړ

لاس په خوله ایښی ژړا کړم شب و روز

که ګیله د یار له خطه کړم ګرم نه یم

زرغونه په سمن زار شه زما خوز

هغه دم شاه جهان شم په دماغ کې

چې له ښکلیو سره کښېنم په نوروز

هسې زه تر ښکلي مخ پورې نا چار یم

لکه یخ وګرم نمر ته د تموز

مه کړه زار د نوخاسته حسن له جوره

عیب نه ده غلطي د نو آموز

نوخطان دي دلبران تر ساده رویو

چېرته ښکار د تریناک چېرته د چوز

چې رفو کا د حمید د خاطر زخم

مونده نه شي یو دلدار هسې دلدوز