...

عبدالحمید مومند

که له غمه په امان نه یم هر ګز

زه د عشق په کار پښېمان نه یم هر ګز

که مې مال تالا کاوه ګردن واهه شي

له مهروبورو ګردان نه یم هر ګز

یو خسڼی بر د مینې په سودا کې

اړ په  دین و په ایمان نه یم هر ګز

که مې سر پورې کاوه که پرې کاوه شي

خوښ دلګیر په این و آن نه یم هر ګز

که بازه مې سرو مال په دلبرانو

ملامت پرې د جهان نه یم هر ګز

لېوني غوندې د عشق په کاروبار کې

د خپل ځان په سود و زیان نه یم هر ګز

هيڅ له صبره راته مه وایه ناصحه

ددغې وینا نغوتان نه یم هر ګز

هسې ښکلی  په نظر راغلی نه دی

چې یې مه و ته حیران نه یم هر ګز

څه به یار په ما حمید د بوسې داد کا

چې لایق ددې احسان نه یم هر ګز