...

عبدالحمید مومند

منت بار دې یم د ږيرې د آغاز

چې يې کم کا ستا د حسن کبر و ناز

چې غریب شه په وطن د نو خطۍ

ګوندې اوس شي په کرم غریب نواز

واړه مشق د خونریزي کړي در پوهېږم

دا چې ناست يې پټې سترګې لکه باز

چې په دا هومره سینګار سره سازېږې

خدای زده بیا کوې د چا د قتل ساز

دا زما په سر کوزی نه يې نور څه يې

چې رقیب دې په دې دشنام کړ سر فراز

لکه موم سوز و ګداز مومي له اوره

هسې زه مومم له تا سوز وګداز

د رقیب د پند پومبه دې پکې ایښې

چې دې نه لګي په غوږ زما آواز

جنګوم اور و پومبه له نادانیه

چې جلب د ستا د ناز نیسم په نیاز

لا به کله په وصال د یار کوتاه شي

امیدونه د حمید درو و دراز