

عبدالحمید مومند
مه اړوه مخ دلبره، اوړي زما ورځ
مخ کړه چې مې شپه د درد وغم شي رڼا ورځ
مخ به ځنې کوږ
کا اوس د ستا غوندې دلبره
خدای چې کږوي له بدبختۍ د چا ورځ
عهد يې د زاڼې ګټور دی مونده نه شي
تش په توره خلق غورځوي په رڼا ورځ
ښه چې په ارزو ستا د کږو وروځو کږه شوه
خدای په هزار کاله سمه مه کړه زما ورځ
راشه که مې ګورې خوار و زار بتر تر خاورو
غم دې یم د هجر راوستلی په دا ورځ
تشه بادبیزي مې د امید دام و کمند کا
ولې دې عنقا کړه له موندو د وفا ورځ
ته په دلاسا زما و نه خاندې هیچېرې
زه کړم ورته تېره صبح و شام په رڼا ورځ
مخ که دې له مخه چېرې واړاوه له ښکلیو
وا به وړي هغه ساعت حمیده د ستا ورځ