...

عبدالحمید مومند

د داغلي زړه له اهه شم څه شان چپ

د چمن په ګلو نه وي بلبلان چپ

خلاص شي بیا لکه تورزن د ټول له منځه

که هر څو په غاښو ونیسم زبان چپ

له خامۍ جوش و خروش خېژي له دیګه

وي له خپلې پختګۍ پختګان چپ

په اوبو به دې ډیوه شي د مراد بله

که صدف غوندې په صبر کړې دهان چپ

چې دانه په خاورو پته شي خوشه شي

په ګوګل د ننه وساته ارمان چپ

د بلبلو نارې ښې نه دي په ګلو

چې په سرو لمبو کې سوځي پتنګان چپ

لکه کاه او کهریا چې سره بولي

هسې پټه خو له بلبل کاندي یاران چپ

لکه ژاړي پټه خوله بوره بدنامه

هسې کاندي مین زړه آه و فغان چپ

آبرويې د شکر خور مېلمه په څه کا

چې حمید کا شکر بار فکر بیان چپ