...

اشرف خان هجري

لکه توره د یار هجر کړه په ما ورځ

په چا ور مه شه هرګز هسې سیاه ورځ

ته زما به هجران خوښ مه شه رقیبه

نهایت به شي دا هسې توره ستا ورځ

که وفا د وصال وار د هیچا نه کا

اخر شپه د هجر هم شي مجلا ورځ

د شباب د بهار ورځ تر ګلو ښه وه

ولې نه وه چندان هسې با وفا ورځ

یاره راشه په دیدن مې مشرف کړه

حق پیدا په جهان نکړه د بقا ورځ

ته چې تل وعده د وصل په فردا کړې

ګوره کوم مخ تولد کاندې صبا ورځ

ورځ د عیش لکه باد هسې اخر شوه

څو به ما سره کینه کا د عنا ورځ

خو اخر به لکه باد هسې ماضي شي

دا چې وینم د فرقت بې سر و پا ورځ

غم ښادي د ګردون تل په قرار نه وي

خوبه تېره شي هجر دا د جفا ورځ