

عبدالقادر خان خټک
خو
خبر نه دي وګړي له دې رازَ
ګنې بيل حقیقت نه دی له مجازَ
عارفان
چې له خوديه ځان خالي کا
تسبيح اَروي د شپيليه له آوازَ
که
په عشق کښې نسب شرط د محبت وي
د محمود مينه به نه وه له آيازَ
امتياز
یې ترمنيځ حسن را پيدا کا
ګنې فرق د بدخويی نشي له نازَ
چې
یې ونغښته لمن له خار و خسه
سروه وُنه شوه په باغ کښې سر فرازَ
چې
آغاز د چارې ښه انجام یې ښه شي
دانا ځکه تل په بيم دی له آغازَ
زه
په دا وخپل میېن ته پيشکش نياز وړم
چې کمی د هيڅ څيز نه لري بې نيازَ
ستا
به ساز بې سوزه هيڅ سروده نشي
ای زما دېله تمام له سوز و سازَ
سين
خُونی باد مخالف شپه توره تمه
ګوره چرته به شي سر زما جهازَ
وَلوږه،
تنده، رنځو زحمت، نوري خواری یې
همګی واړه آسانه دی تر آزَ
چې خپل يار عبد القادر ته په نيت ښه وي
نور یې کومه انديښنه ده له غمازَ