

امیر حمزہ شینواری
څه
مې مې پوښتې له ژړا، راشه وګوره وريځ
چې
باران وروي، سپينه شي توره وريځ
څه
په دې غم که راشي سترګې لمدې نه کاندي
چې
بې بارانه راځي، څه به وي سپوره وريځ
فصل
مو پوخ د ارمان، دا دی رندانو شولو
وخت
د غوبل مو راغی، شوله سمسوره وريځ
غم
ژړا راوسته ځي، ورپسې نور به راشي
په
پشه کال کې راځي، نوره په نوره وريځ
اوس
اسوېلي مې اشنا، چغو ته ځان جوړوي
ساکنه
نه وې مدام، ډکه له شوره وريځ
ساړه اهونه به مې ستا تغافل وسېځي
کړي
تندرونه پيدا، له خپله زوره وريځ
د
بېلتانه له خياله، د وصال خوند وتښتي
په
شين اسمان شي پيدا، له کومه لوره وريځ
داسې
د زلفو سودا، خلاص د سودا نه کړمه
لکه
د للمو په غم، اوري غمخوره وريځ
خوی د کاکل خو ګوره، غم کړي پېروز په رقيب
په ورانه لاره لاړه، حمزه شبکوره وريځ