...

ملا لتاړ

له رقيبه کړی خبرې د مکيز
 او وماته وایې لرې شه برخيز

دا ته نه یې زه پوهیږم چې رقيب دی
 چې خبری د کل شوي فتنه انګيز

زه و تا وته ګفتار د عاجزی کړم
 ته وماته غاښ چيچې کړی د جنګريز[1]

ته چې ګرځی خوش غلاف توره په لاس کې
 عاقبت به چری شي زما خونريز

له دوه سترګو مدام اوښی تويومه
 تا چې مات که د ژړا زما پرهيز

ته چې دارنګ جفا کړی له عاجزانو
 دهشت نه لری په زړه د رستا خيز

له هغه وصله هجران ښه وي (لتاړه!)
 چې يار بد کا له نیکې سره اميز