

کامګار خټک
بيا
به څه که هسې يار ظلم جور په ما خوار
الا طمعه کړه د وصل په هجران شوم ګرفتار
د
دلبر په طلب ګرځم په هر ملک په هر ديار
سر بازم محنت اخلم ستا د حسن په بازار
ستا
د مخ په ګلستان کې نارې کړم لکه هزار
بې له تا مې قرار نه شي له ما مه درومه
زنهار
درسته
شپه له ډيره غمه کړم ژړا نارې چغار
د زړه مينه مې شوه کمه بې له ښکليو په وار
وار
څه
تقصير مې دی بیا کړی چې مې مرګ ته شوې تيار
ما په عمر نه دی کړی بې له عشقه بل روزګار
يار
له عمره بهره مند شه دا دعا کاندې کامګار