...

کامګار خټک

دروغزن به شم که وايم زما جان يې
 چې تر ځانه په سل ځله په ما ګران يې

کوم نادان به نمر له تا سره تشبيه که
 چې تر نمره ښايسته چندان چندان يې

چې په هر نګاه هزار عاشقان وژنې
 ته هغه ابرو کمان ناوک مژګان يې

د خپل مخ بهار دې ما و ته ښکاره کړه
 که مين مې د دوو سترګو په باران يې

تا په خپله وې سر راکړه بوسه واخله
 په خپل قول بيا په څه سبب پښېمان يې

فرشتې له نزديکته د ديو تښتي
 ولې ته په رقيبانو مهربان يې

و نور چا ته هم ورځې د هجر غمه
 که يوازې په کامګار باندې پريوان يې