...

کامګار خټک

څه شو که له ما نه په ظاهر صورت جدا يې
 ننه په خاطر کې ته له ما په مشغولا يې

ډېرې ګرانې چارې په ما پېښې شوې بې تا نه
 خضر غوندې راشه ته زما مشکل کشا يې

بيا به کله راشې د وصال ساعته درېغه
 سوړ درباندې نه شوم لکه عمر نيمه خوا يې

زه که ستا په غم کې ځنکدن کوم روا دی
 ته دې هميش روغ يې چې تر ځانه خوږ په ما يې

زه ډېرو غمونو خميده لکه لينده کړم
 لاړ ته له خوښۍ نه په خندا خندا په شا يې

خوله حقه د لعلو، سپينکي غاښ دې مرغلرې
 مشک دې تورې زلفې ته هوسۍ د ختا يې

ستا په عاشقۍ کې زه مجنون غوندې رسوا شوم
 ته زما له حاله دارنګ ولې بې پروا يې

ډېره جفا مه کړه ګڼه مري کامګار له غمه
 يو ګوټ اوبه ورکړه په سرو شونډو ژوند زما يې