...

کامګار خټک

چې له څرخه اميد کا د روز بهي
 هغه کس کا  تر حد زياته ابلهي

هغه کس به په دارو سره روغ نه شي
 چې د آه غشی يې وخوړ ځای ګهي

که ليده شي د نادان به نظري بده
 ګدايي ده په معنی کې بادشاهي

چې په غم د عاجزانو تل غمجن وي
 په نظر زما هغه مرد دی سهي

چا چې زېرمه په دنيا د دين و نه کړه
 په ارمان به دو دسته تندی وهي

په خوږو به د فلک کله خوښيږي
 چې لري په کار د دهر اګهي

ناظران پکې غش نه ويني باور کړه
 د کامګار خبرې زر دي ووهي