

کامګار خټک
لکه
درس د عشق بې عقل مجنون ووې
په دا شان کله لقمان افلاطون ووې
زه
بې ياره ژوندی پايم عجب نه دی
چا بې ياره ژوندانه ته ژوندون ووې
چې
يې ته وليدې نن ده ته وايه شي
هغه پند چې واعظ ما ته پرون ووې
يا
جدا نه و له ياره يا خطا شه
چې هجران ته چا زحمت د طاعون ووې
وروځو
مدحه ستا د مخ وکړه دوه کرښې
حاشيه يې د خط وصف افزون ووې
ما
د ميني راز ساته ننه په زړه کې
غمازي مې وکړه اوښکو پرون ووې
لا
تر ننه پورې حلق زما پرې خوږ دی
چې ترخه ويل و ما ته پرون ووې
له
خوښۍ به خم کې مۍ په پورته لويږي
سرو لبانو ته مې ستا چې ميګون ووې
چيرې
نه چې باد خبر عبد الحميد کا
چې کامګار غزل د ستا په مضمون ووې