

کامګار خټک
يا
مې مينه په يار نه وای
يا مې يار ستمګار نه وای
هوښيار
لا په غم اخته وي
درېغه مست وای هوښيار نه وای
حال
به ولې زما زار و
که مې يار دل ازار نه وای
د
مخ ګنج مې به يې يووړ
که مې زلفې ښامار نه وای
اته
خوا نه د جنت شته
که هفت خوان مې په لار نه وای
هر
نادان به عاشقي کړه
که منزل دشوار نه وای
د
وصال سيمه عزيز وي
که يې تله په تلوار نه وای
چا
به څه کړه او خلده
که پکې دې ديدار نه وای
زما
سترګې ځای د تا دی
که باڼه باندې خار نه وای
ستا
د زلفو موی به سم و
که په اور دې رخسار نه وای
د
لاله قدر به څه و
که په مينه داغدار نه وای
نور
له هر څه ويزار خوښ يم
خو له ياره ويزار نه وای
هومره
جور به يې چا ووړ
که مين پرې کامګار نه وای