...

کامګار خټک

ته چې زلفې په شانه پرېشانوې
 د عنبرو بازار ولې ورانوې

که ستا زلفو ته مې مشک د ختا ووې
 دا خبره په زړه ولې ګرانوې

ښکلی مخ راته ښکاره د مرګ په وخت کړه
 که په ما به زنکدن اسانوې

دا چې وايې سر دې راکړه بوسه واخله
 بې بها متاع په څه ارزانوې

چې خبر په ما کوې د خپلو تللو
 په ما اوښې لکه سيند روانوې

د بهار ګلونه تل ګوره بلبله
 په خزان کې به دا دم ارمانوې

له مشرقه به لا کله خېژې نمره
 چې په تاب سره مې زړه رخشانوې

زر پيښيمان په خپلو بدو شه رقيبه
 يار مې ولې له راتلو پښېمانوې

د باران څاڅکي به څوک شماري کامګاره
 چې د عشق خبرې ته بيانوې