...

کامګار خټک

که ستا دا د زلفو دام د خال دانه وي
 په کې ډېر به لکه زه بنديخانه وي

هر ځای چې ستا د مخ شمع شي بله
 عاشقان پرې واړه جمع پروانه وي

چې يې زلفې په مخ ويني خلک وايي
 خالي کله له مارونو خزانه وي

هغه څوک به د تا زلفې په لاس نيسي
 چې يې زړه په غم پاره لکه شانه وي

چې آفتاب په هر ديار خيژي کوزيږي
 دا يې واړه ستا ديدن ته بهانه وي

په ليدو به ستا بې حده ليونی شي
 که هر څو د پرهيز لاف که فزانه وي

عاقلان د تا و عشق ته هوس نه که
 دا افسر کييږدي په سر چې دېوانه وي

چې پکې لکه ستا شونډې شراب څښی شي
 په رندانو دې ودانه ميخانه وي

څوک چې مينه په خوبانو کا کامګاره
 زړه يې تل د غم د غشيو نشانه وي