

کامګار خټک
که د هجر د غم غر را باندې نه وي
په سېلاب به وم د اوښکيو لاهو شوی
که
مې اوښکې لکه سيند له سترګو نه تلی
درست صورت به مې د غم په اور و سوی
لا
يو داغ مې د غم روغ په خاطر نه وي
په ماڼه يې کشيش بل را باندې نوی
چې
پيدا يم په غمونو مبتلا يم
پيدا شوی په جهان کې باري نه وی
که
مې رنګ په عشق کې زېړ شه څه عجب دی
چې مې غم څښي د زړه وينې لکه روی
په
دا تېر عمر به موړ په ديدن نه شم
دريغه دريغه تر قيامته پورې ژوی
چې
په زړه يې تل د غم لمبې بليږي
د کامګار صورت شه ځکه لکه لوی