...

کامګار خټک

ايښی سر د زنګانه په آينې
 زړه صفا صيقل له زنګه د کينې

تن خراب لکه غليم وهلی شهر
 زړه معمور د قناعت په خزانې

د دوو سترګو په اوبو سره شي وللی
 د حرص توري له لوحه د سينې

نه مې فکر د پټي شته نه د پولې
 نه هوس کړم د منصب د روزينې

چې يوه ذره منت ورسره مل وي
 ګوټ اوبه نه څکم د خضر د چينې

د ښه مخ د مينې اور لرم په زړه کې
 وريتوم په کسي خپل لکه نينې

هميشه د ډېرو اوښو په درياب کې
 ګرځوم د خپلو سترګو سفينې

په هر ملک مې نوم رسوا زخمي سينې کړ
 که په کور ناست يم په شان د نګينې

بل دردمند به په درست ملک کې په دا قرن
 څوک بيا نه مومي زما د قرينې

صبح و شام د مينې درد غواړم له خدايه
 که نور خلق غواړي زر او زرينې

د خوبانو نوکري کړم ته د نور چا
 دم په دم د غم راخيژي مهينې

په اختر به په مکه کې ځان حلال که
 که کامګار وکه طواف د مدينې