...

کامګار خټک

چې لرې ډېرې د حسن خزانې
 ځکه عار کا زما خوار له يارانې

زړه مې نه کيږي د ښکليو په استان کې
 که مې وغوښتې د ملک واړه ستانې

د وصال مرغونه ميل ورته نه کا
 که زه اوښکې کړم په مخ دانې دانې

که وعده راسره وکاندې د وصل
 بيا مې تير باسې په سل رنګه بانې

که سجود يې د اېرو په محراب کې
 غواړم نه مومم رخصت د دوګانې

که هر څو سحر افسون ور باندې لولم
 ورښکاريږي د هلکو افسانې

لاس و پښې وهم د اوښو په درياب کې
 نه رسيږم د وصال تر کرانې

تور خالونه د خوبانو په مخ نه دي
 دي همه زما د کسيو نشانې

چې د غم د نيش زور نه لرې کامګاره
 لټوي ولې د عشق زنبورخانې