...

کامګار خټک

دا له ما نه هغه ښکلی دلدار درومي
 که ارواح د تن له کوره دشوار درومي

د زلفينو زنګيان څه تقصير د جنګ که
 چې پسې د سترګو ترک مددګار درومي

بيا به څه ودانې خونې تار په تار که
 بې نقابه په مخ زلفې تار تار درومي

چې خجل يې تورو زلفو مشک عنبر کړه
 رخ دی اوس چې له دې ځايه عطار درومي

د غمزې په لينده هسې غشي ولې
 چې مين يې سر د تير په ګوزار درومي

چې په زنې باندې خط د ويښتو راشي
 نور له مخه د ښايست عملدار درومي

که بلبل نارې فرياد کوي ګرم نه دی
 د خزان موسم نژدې شو بهار درومي

زما زړه د هجر غم هسې سوری کړ
 اوښکې وينې مې هميش رخسار درومي

يو د ښکليو د مخ مينه ځنې نه ځي
 نورې ميني مې له زړه په وار وار درومي

لا به کله ستا د وصل شراب نوش کا

 عمر درست په دا اميد د کامګار درومي