

کامګار خټک
ما
چې مخ وليدو ښکلي
زړه مې شو ورپسې ولي
ستا
په مينه کې بې غمه
ما نور هيڅ نه دي ليدلي
ځم
په لاره د عشق را باندې
د غمونو اوري لښلي
خلک
واړه ستا په لور ځي
که سواره دي که څوک پلي
ستا
په در کې د عشاقو
هرګور ډېر ساز شوي څلي
حجاب
لرې کړه له مخه
ښکلي نه وي مخ پوښلي
نن
زما د عشق خبرې
په هر ملک دي په هر کلي
ما
کامګار په ډېر د اوښو
تورو سترګو دې سپين وللي