

کامګار خټک
همېشه
د تا د شونډو شراب څښلی
پسې زړه د غم په اور کباب خوړلی
دريغه
هر زمان د تا د مخ په شمع
پروانه غوندې په مينه کې پرسولی
د
ذرې غوندې زما صورت رخشان دی
د مخ نمر دی هميشه را ځلېدلی
که
ديدن دی نور عالم په هره ورځ که
دريغه ما په کال کې يو ځله ليدلی
د
بڼو غشي دې لک زما په زړه دي
د مجنون تر پښو که نل و راختلی
لاړ
به نه شم ستا له دره و بل لور ته
څو مې نه دی ساز په در کې د تا څلی
که
آفتاب په دا خوبۍ د فلک شاه دی
په ميدان کې ستا د حسن زغلي پلی
وداني
به يې و نه شي تر قيامته
چې د زړه شهر يې هجر وي وهلی
په
کامګار د ستا له غمه هسې وخت دی
لکه روح د چا له تنه وي وتلی