...

کامګار خټک

تش قالب دا زه يم زړه مې ګرزي ستا په کوی کې
 درست عمر مې تېر شه په دا هسې تګ و پوی کې

سترګې مې جوی بار شوې ستا په غم کې دلربايه
 خيال مې دی نهال کړی ستا د حسن په دا جوی کې

خوله دې لکه موی ده زه حیران يم درکړو ته
 څرنګ در پيدا کړه د خبرو په دا موی کې

لوی دی که هلک دی ستا د زلفو په خم بند شول
 بله سودا نه شته دا زمان په کم و لوی کې

مخ دې لکه ګل دی چې جدا يم ځنې ځکه
 تل لکه بلبل يم په فرياد په های و هوی کې

غم د هجر زور شو د زړه سود کوم پرې باندې
 بل مقصود هيڅ نه شته د کامګار په ګفتګوی کې