

کامګار خټک
هسې
مۍ دي ستا د لبو په پياله کې
چې په څکل يې عقل نه وي په واله کې
د
تا سترګې زړه دروغ سړی وکاږي
که په خوا وه دا هنر په بنګاله کې
د
اوبو سړی که چا ليدلی نه وي
زما کسيو ته دې ګوري په ناله کې
زړه
مې هسې ستا په زلفو کې بندي شه
لکه ونښلي مرغۍ په دوجاله کې
قاضي
شرط پکې د يار له لاسه وکړه
چې د مرګ فتوی مې کې په قباله کې
اوښې
څرنګ کړم په سترګو کې حصارې
د
درياب اوبه څاييږي په ناله کې
د
حسرت په اور به کله وه داغلې
که دې رنګ دی د رخسارو په لاله کې
چې
يې ستا دا تورې زلفې وليدلې
مشکو ځان پټ کړ په ناف د غزاله کې
سيند
د اوښو مې موج وکړ ګوره څه شي
د يار خيال مې ناست د سترګو په جاله کې
که
په مخ دې خط ښکاره شه ملال مه شه
سپوږمۍ لا زينت پيدا کړه په هاله کې
چې
مين شي ځان دې وژاړي کامګاره
دا رنګ ښکلي دي د عشق په رساله کې