...

کامګار خټک

د سړي قدر و قيمت دی په وطن کې
 ذره نور سره سيالي کړه په وزن کې

د غربت تر صحت رنج د وطن ښه دی
 عقيق خوښ په ځيګر خون دی په يمن کې

د ګوهر زړه په صدف پسې سوری شه
 که يې هار که مهو شا نسې په ګردن کې

ګل په څانګه په اغزيو کې تازه وي
 پژمرده شي د زر هفتو په دامن کې

نې جدای شي له نیستانه ژړا کاندي
 په آتش کې شمع ژاړي په لګن کې

د ماهي زندګاني بې اوبو نه شي
 که يې پټ کړي د ګلونو په خرمن کې

په غربت کې مشک ذرې ذرې پريشان شي
 په نافه کې وي زړه جمع په ختن کې

که توتي ته د زاغانو صحبت مرګ دی
 زاغ هم خوښ نه وي د دوی په انجمن کې

د وطن وصف و چا ته کړې کامګاره
 چې يې حب دی څښتن ايښی په هر تن کې