...

کامګار خټک

تور خط راغی ستا د حسن په کشور کې
 که عصيان دې د قيامت ولاړ په نمر کې

پيچ و تاب پرېووت زما له ګرمو وينو
 ستا د سر و سترګو د تورو په جوهر کې

چې په سر کې مې ستا خيال دی دېره شوی

د سر وېره مې ځان نه مومي په سر کې

د ستا مينه مې په زړه کې هسې شان ده
 لکه وي ارواح په تن اور په حجر کې

که تشبيه يې ستا د شونډو سره نه وي
 هومره ډېر خواږه به نه و په شکر کې

که وېښته غوندې د هجر غم نری کړم
 ځای مې نه شي ستا د وصل په ګوهر کې

وبه نه خيژي د عقل هوش په ستنو
 مات مې ستا د بڼو خار دی په ځيګر کې

ما له خپله دره مه شړه بل لور ته
 باشنده د بحر نه پايي په بر کې

چې مې بل هنر هرګز نه شته بې مينې
 زه کامګار شومه مشهور په دا هنر کې